په هرات کې د سولې د عالی شورا د ولایتی دفتر په نوښت د سولې په ویاړ د نقایشو نندارتون جوړ شو. په دغه ولایت کې د سولې د شورا ریس مولوی غلام سرور نن پژواک ته وویل چه نندارتون کې د هرات د نقاشانو تر ۴۰ په لاس جوړ انځورونه نندارې ته ایښي دی، چه نن یې د کتونکو په مخ ور پرانستل شو تر درې ورځو ( تر پنجشنبې) به دوام وکړی. هغه وویل له دغه کاره یې یوه موخه د خلکو په زهنونو کې د سولې د کلتور لا پیاوړی کول دی.